د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وایی، پاکستان به د افغانستان تر مشرۍ لاندې او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي.
جنرال قمر جاوید باجوه د چهارشنبه په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني جان بلینکن سره د تلیفوني خبرو پرمهال دغه ژمنه تایید کړه.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د تلیفوني خبرو پرمهال، دواړو لورو د افغانستان سولې په پروسه کې په وروستي پرمختګونو خبرې وکړې.
د نظامي رسنۍ څانګې د جنرال باجوه په حواله لیکلي: “پاکستان به تل د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه د ټولو شریکانو د متقابل اتفاق پراساس ملاتړ وکړي.”
دغه غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې امریکايي چارواکو وویل چې امریکا په پام کې لري د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه خپل ټول سرتیري وباسي.
د پوځ مشر او بلینکن د دوی د تلیفوني خبرو پرمهال د دوه اړخیزو ګټو او سیمه ایز امنیت حالت باندې هم خبرې وکړې.
د پوځ لخوا په یوه بیان کې ویل شوي: “د متحده ایالاتو مقاماتو په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پرله پسې هڅې ومنلې او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دوه اړخیزی اړیکی لا پراخه کړي.”