د جرمنی بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د برلین نظامي شتون کوم چی د مارچ په میاشت کې پای ته رسیږی، باید وغځیږی.
ډی پی ای (DPA) نړیوال خبري اژانس وایی، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس په افغانستان کې د نظامي ګمارلو د غزولو غوښتنه کړی.
فنکی میډیا ګروپ د مااس په حواله خبر ورکری چې بین الافغانی مزاکرات یا د سولې پروسه به تر هغه وروسته بشپړه نه شي او زیاته یې کړه “له دې امله، موږ باید د مختلفو سناریو ګانو لپاره د پارلماني فرمان سره چمتو یو.”
ماس اشاره وکړه چې داسې يو تړون شتون لري چې جرمنی غواړي “نظامی شتوت په ګډه سره د ائتلافي ملګرو په مسؤلانه ډول ترسره کړي چې د سولې پروسه له خطر سره مخامخ نه کړي.”
پی پی ای (DPA) خبری اژانس راپور ورکړی چې آلمان کولی شي په هیواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د رول برخې په توګه تر ۱۳۹۹ اضافي سرتیري ځای پرځای کړي او د دې د پلي کولو لګښت یې شاوخوا ۴۲۷.۵ ملیونه پورو اټکل کړی.
امریکا-طالبانو تړون
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پرمهال د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ د سولې تړون امضا شو کوم کی چی د ۲۰۲۰ کال اپریل تر پایه د متحده ایالاتو بشپړ سرتیرو وتلو ژمنه وشوه او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ شو.
له بلې خوا، په متحده ایالاتو کې نوې اداره د امریکا او تالبانو تړون بیاکتنه کوي. یو شمیر امریکایی چارواکو ویلي چې عاجل وتل به مثبته نتیجه ونه لري او دا چې سرتیري به د ټاکل شوي نیټې پراساس له هیواده ونه وځي.
له طالبانو تمه کیده چې تاوتریخوالی به کم کړي او اوربند ته به ژمن پاتی شی، سره له دې چې د دوی بندیان خوشې شو او په هیواد کې د سولې هڅې روانې دي لیکن انسان وژنی روانی هڅی زیانمنی کړی.