German Troops

جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتیرو پاتې کیدل له هغه نیټی څخه یو کال نور هم وغځاوه کومی باندی چی د امریکا او طالبانو تر مینځ په تړون کی موافقه شوی وه.
دغه نوی ماموریت د پنجشنبې په ورځ ناوخته د جرمني د وکیلانو لخوا تصویب شو د کوم پر اساس چی به د جرمني ځواکونو کولی شي چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر ۳۱ می نیټی پورې د ناټو د ماموریت د برخې په توګه په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتیري وساتي.
د جرمني ځواکونو د عملیاتو لپاره د پارلمان اوسنی واک د مارچ په پای کې پای ته رسي.
د متحده ایالاتو نوی حکومت لاهم د طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال تړون بیاکتنه کوي، نو تر دې دمه روښانه نده چې د ناټو ځواکونه به څومره وخت پاتې وي.
په ورته وخت کې، واشنګټن فشار راوړی تر سو د سولې تړون وشی او په کابل کې د حکومت او طالبانو ترمینځ جګړه پای ته ورسوي. له دی سربیره په قطر کې د افغان اړخونو تر منځ خبرې ځنډیدلې دي.
د جرمني حکومت خبرداری ورکړی چې د ناټو د وخت نه مخکې وتل به د سولې خبرې له خطر سره مخامخ کړي، او زیاته یې کړه چې دناټو سرتیري باید د طالبانو تاوتریخوالي ته چمتو وي که دوی د اپریل د پای نه وروسته پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here