د جرمني د دفاع وزیری آنګریټ کرامپ کارینباویر د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یی د افغانستان سولې پروسې ته ژمن دی.
د جرمني دفاع وزیری د جمعې په سهار د یوه نا اعلان شوي سفر لپاره د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته ورسیده چیرته چې د یاد هیواد اکثریت سرتیري میشت دي.
د انګریټ سفر وروسته له هغې کیږي چې د چهارشنبه په ورځ د جرمني حکومت موافقه وکړه چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت لږ ترلږه ۱۰ نورو میاشتو ته وغځوي.
د جرمني دویچه ویله (Deutsche Welle) راپور ورکړ چې نوی مسوده لاهم د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري.
اوسنی ماموریت د مارچ په پای کې پای ته رسي.
د راپور له مخي، د جرمني فوځ به د انګیلا میرکل د کابینې لخوا منل شوې مسوده لاندې د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر ۳۱ پورې په افغانستان کې پاتې شي.
د لیدنې په جریان کې، کرامپ کرینباویر وویل چې افغانستان “په سمدستي ډول د خپلې ټولنې د مخالفو ډلو ترمینځ هوکړې ته اړتیا لري.”
“موږ د سولې له پروسې ملاتړ ته چمتو یو. د امنیتی وضعیت په پام کې نیولو سره زموږ د سرتیرو ساتنه خورا لوړ لومړیتوب لري، او ټول اړین اقدامات زموږ له اتحاديونو سره یوځای نیول شوي دي.
له دی سربیره، هغی وویل چې د برلین هدف له افغانستان څخه د سرتیرو په منظم ډول وتل دي.
ناټو او خارجی ځواکونه
د ناټو عمومي منشي جینس سټولټنبرګ تیره اوونۍ وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکي په اړه هیڅ وروستۍ پریکړه نه ده شوې- سره له دې چې د می لومړۍ نیټې د عسکرو ایستلو نیټه هم ده.
سټولټنبرګ ومنله چې ددوی نظامي اتحاد په افغانستان کې د خپل دوامداره ښکېلتیا له امله له “زیاتو خنډونو” سره مخ ده.
له ۱،۱۰۰ سرتیرو سره، جرمني په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت کې له متحده ایالاتو وروسته دوهم لوی ځواک لري.