Turkey and Pakistan Hold Talks Over Afghan Peace Process

یو خصوصي تلویزیوني چینل د چهارشنبه په ورځ راپور ورکړ چې تمه کیږي ترکیه به د نوي ډیپلوماتیک فشار په اوږدو کې د دې میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د سولې په اړه د ملګرو ملتونو په وړاندیز د کنفرانس کوربه وي.
طالبانو ته د نږدې نامعلومو سرچینو په حواله طلوع ‌نیوز وویل چې دا کنفرانس به د مارچ په ۲۷ مه ترسره کیږي.
دا په داسی حال کی چي نه افغان حکومت او نه هم امریکا تر دې دمه په ترکیه کې دغه ناسته تایید کړې چې یوه ورځ وړاندې یې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره د هڅو برخه کې خپله علاقه څرګنده کړه.
په انقره کې خبریالانو ته د وینا پرمهال د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر سیلیک افغانستان د ترکیې لپاره یو ډیر مهم هیواد وباله.
په دوحه کې د کابل-طالبانو د سولې خبرو په اړه، هغه وویل: “ترکیه چمتو ده چې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره په هر ډول هڅو کې برخه واخلي.”
تیره اونۍ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر اشرف غني ته په یوه لیک کې کنفرانس ته وړاندیز وکړ.
بلینکن د غني له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې پروسه ګړندي کړي، په شمول د ملګرو ملتونو په مرسته د نړیوالو همکارانو سره کنفرانس جوړ کړي.
هغه لیکلي چې د بایډن اداره د افغانستان په اړه ټولې لارې چارې لټوي، پشمول د می د لومړۍ نیټې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل.
د ترکیې د غونډې نه مخکې، روسیه به په نهو ورځو کې دننه د افغانستان د سولې په اړه د کنفرانس کوربه وي. مهم سیاسي شخصیتونه او د طالبانو استازي به پکی ګډون او مشوری وکړی.
تمه کیږي د چین، امریکا او پاکستان ډیپلوماتان به د دوحې د سولې خبرو د ګړندي کولو په هدف غونډه کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here