د طالبانو ویاند، محمد نعیم وردګ وویل چې د دوشنبې په ماښام په دوحه کې د خبرو اترو د ډلو د غړو او مشرانو تر منځ یوه غونډه جوړه شوې وه او د خبرو پر دوام تمرکز یې درلود.
هغه وویل له کاري ډلو څخه غوښتل شوي چې د خبرو اجنډا نهایی کولو لپاره خپلو غونډو ته دوام ورکړي.
د دواړو خواو ترمنځ ناستې د تیرو  ۳۶ ورځو لپاره ځنډیدلې وی.
عبدالله پر طالبانو غږ وکړ چې خبرې دې له سره پیل کړي.
د یکشنبې په ورځ د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وویل چې د طالبانو تاوتریخوالی لاهم شتون لری او د افغانستان خلک قرباني ورکوي. هغه پر ډلې غږ وکړ چې د خبرو میز ته راشي او خبرې بیا پیل کړي.
عبدالله چې په دې وروستیو اونیو کې د ټولنې د بیلا بیلو استازو سره په غونډو کې برخه اخیستې وه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره خبرې وکړې او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د هغې ستراتیژۍ په بیاکتنه بحث وکړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې بلنکن او عبدالله په افغانستان کې د متحده ایالاتو د هغې ستراتیژۍ په بیاکتنې بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي: “بلنکن د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په برخه کې د عبد الله د هلوځلو مننه وکړه او هغه د امریکا هوډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د عادلانه، دوامدار سیاسي جوړجاړي، دایمي او هراړخیز اوربند ملاتړ به وکړي.”
“اوربند د افغانانو عمده غوښتنه ده او د تاوتریخوالي دوام هره ورځ د خلکو ژوند اخلي، عبد الله”
په ورته وخت کې، ولسمشر محمد اشرف غني د وژل شوي سرتیرو له کورنیو سره په تلیفوني خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې هغه به د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه د لنډمهاله حکومت جوړولو اجازه ورنکړي.
“ډاډه اوسئ چې دوی (طالبان) به لنډمهاله حکومت ونه ویني تر سو چی زه ژوندی یم. زه هغه ونه نه یم چې د بادونو سره رپیږی.”
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د طالبانو تاوتریخوالی د بایډن ادارې لخوا د افغانستان د سولې پروسې سره د علاقې نه شتون له امله ډیر شوی دی.
“د تاوتریخوالي کچه ځکه لوړه شوې چې طالبان فکر کوي د بایډن اداره د سولې په اړه له خبرو اترو څخه ځان لرې کوي،” فیض محمد ځلاند- د پوهنتون استاد.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د سولې خبرو ته د دې ډلې واټن د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د طالب نومونو د شتون، د طالب بندیانو د برخلیک په اړه ناڅرګندتیا او د دوحه تړون د واشنګټن ارزونې شاوخوا ناڅرګندتیا له امله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here