بایډن له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل اعلان کړل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبه په ورځ له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د سرتیرو بشپړ وتل اعلان کړل، چې شاوخوا شل کاله یې په دغه هیواد کې جګړه وکړه. دی اعلان افغانستان په نوي کورنۍ جګړې کې د ښکیل کیدو اندیښنې هم راپیدا کړی.
بایډن وویل چې د اسامه بن لادن له وژل کیدو ۱۰ کاله کیږي. اوس وخت دی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسیږي او د متحده ایالاتو سرتیري هیواد ته را واستوي.
بایډن وویل، “موږ به د می میاشت په لومړۍ نیټه د خپلو سرتیرو وتل پیل کړو.” او زیاته یې کړه چې دا به په بیړه وتل نه ېی”. هغه زیاته کړه که طالبان بریدونه وکړی، نو امریکا به له ځانه او خپلو شریکانو دفاع وکړي په ټول هغه توان او تجهیزات چی په لاس کی لری.”
بایډن له افغانستان څخه د بشپړ وتلو اعلان سره وویل: “موږ افغانستان ته د هغه وحشي برید له امله تللی وو چې شل کاله مخکې پیښ شوی وه.”
هغه زیاته کړه: “دا نشي توجیه کیدلی چې ولې موږ باید په ۲۰۲۱  کې پاتې شو.”
بایډن وویل: “زموږ ډیپلوماټیک او بشردوستانه کار به دوام ومومي.” هغه زیاته کړه چې امریکا به له افغان امنیتي ځواکونو، له طالبانو سره د سولې پروسې او د ښځو او انجونو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
بایډن وویل چې د امریکا ډیپلوماسي به د سیمې هیوادونو، په ځانګړي توګه پاکستان سره دوام ولری.
“طالبان باید پوه شي چې که دوی په موږ برید وکړي موږ به د خپلو اسلحو او وسیلو په مرسته دفاع کوو.”

د امریکا خارجه وزیر دریځ

د بایډن څرګندونو ته په اشارې سره، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د وتلو په پار د متحدینو سره سلا مشورې شوې او په مسؤلیت سره به دا پروسه مخ پر وړانډی ځی.
بلینکن وویل: “موږ به له افغانستان څخه یوځای وځو او خپل سرتیري به بیرته کورونو ته راولو.” “موږ به خپل سرتیری په مسؤلانه توګه وباسو.”
بلینکن وویل، “موږ به د افغانستان د خلکو په هوساینه کې پانګونې ته او اړو کسانو ته د پام وړ بشري مرستو ته دوام ورکړو، او د ښځو او انجونو د حقونو ملاتړ به کوو.
هغه وویل چې متحده ایالات به طالبان هم له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په اړه د خپلو ژمنو په ځواب کې محاسبه کوی.

د ناټو دریځ

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي جینس سټولټنبرګ وویل چې ټولو متحدینو موافقه کړې چې د می له لومړۍ نیټې د ناټو ځواکونو وتل پیل کړي.
هغه وویل: “ټول متحدین خبر دي چې دا یوه اسانه پریکړه نده.” هغه زیاته کړه چې ناټو به په راتلونکي کې د دې هیواد د ملاتړ لپاره لا ډیرې لارې لټوي.
هغه وویل چې یوازې افغانان کولی شي افغانستان ته سوله راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here