ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبه په ورځ د تاجکستان په پلازمینی دوشنبه کې د آسیا زړه د وزیرانو کنفرانس په نهمه ناسته کې وویل چې یو باثباته افغانستان د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی.
په دې ناسته کې استازو ته په خطاب کې ولسمشر غني وویل چې نن ورځ سوله یوازې د افغان ملت ارمان نه بلکې د خلکو اړتیا ده.
هغه دا هم وویل چې افغانان له ۴۲ کلونو راهیسې د سولې له دې حق څخه بې برخې دي.
“موږ سوله غواړو ځکه چې نن ورځ سوله یوازې زموږ د خلکو ارمان ندی بلکه یوه اړتیا ده. موږ او زموږ ملګري د حل او سولې په لټه کې یو.”
غني دا هم وویل چې د دې مسلې په اړه سیمه ایز اجماع د افغانانو لپاره حیاتي ده او هغه هیله لری چې د سه شنبې په ورځ د آسیا زړه کنفرانس به په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
غني دا هم وویل چې په افغانستان کې بل ولسمشر ته د واک لیږد باید د اساسي قانون سره سم ترسره شي.
غني وویل: “طالبان باید اوربند وکړی او نړیواله ټولنه باید اوربند وڅاري.”
غني دا هم وویل چې د جګړې پرځای باید طالبان خپلې مشروع غوښتنې په مېز کې کیږدی.
د پخوانیو څرګندونو په تکرار سره، ولسمشر غني وویل چې افغانستان په سیمه کې د آسیا په هیوادونو کی مهم موقیعت لوبولی او دا چې په مرکزي آسیا کې د هیوادونو ترمینځ ښې اړیکې د افغانستان پرمختګ لپاره اړینی دي.
هغه زیاته کړه: “د افغانستان-تاجکستان اړیکې د دوه اړخیز درناوي او باور پراساس دي.”
له ګاونډیو هیوادونو سره د پولو په اړه، ولسمشر غنی څرګنده کړه چې افغانستان هیله لري چې پولې د دوه اړخیزو همکاریو یوه بیلګه شي.
په ورته وخت کې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په ټولو برخو کې د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ، په ځانګړي توګه له افغانستان سره د تلپاتې سولې په راوستو کې.
“موږ چمتو یو چې د کلیدي پروژو پلي کولو لپاره له افغانستان سره کار وکړو. په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تجربې ښیې چې د افغانستان کړکېچ ته نظامي حل نشته، رحمان وویل.
رحمان همدارنګه د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ وکړ او هغه د سیمې او نړۍ په هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د سولې لپاره کار وکړي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د وګړو درد د تاجک خلکو درد دی.
“موږ به د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړو. “تاجکستان په افغانستان کې سوله غواړي، او د تاجکستان په بهرني سیاست کې له افغانستان سره همکاري لومړیتوب لري، رحمان.”
د تاجکستان تیر وختونو ته په اشارې سره، رحمان وویل: “زموږ په هیواد کې د ملي پخلاینې پروسی پنځه کاله وخت ونیو. زموږ زرګونه اتباع په افغانستان کې میشته شول. په ورته ورځو کې، پروفیسور برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود یو تاریخي خدمت وکړ او د تاجکو تر منځ لومړۍ خبرې په کابل کې ترسره شوې.”
له شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو څخه سمدلاسه وروسته په تاجکستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه، چې له ۱۹۹۲-۱۹۹۷ پورې یې دوام وکړ. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، نوي رامینځته شوي سیاسي ثبات او بهرني مرستې د دې هیواد اقتصاد ته وده ورکړه.