د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هیله لري چی متحده ایالات او طالبان به د خپل وروستي کال د سولې تړون ته دوام ورکړي.
شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د قطر له ځانګړي استازي ډاکټر مطلق بن مجيد القحطاني سره په کتنه کې وویل: “د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې د هوکړې پلي کیدل به وساتل شی.”
د هغه په وینا، د تړون پلي کول چی د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شوی وه، په افغانستان کې د شخړې د هواري لپاره زمینه برابره کړي.
دغه تړون، چې د تیرکال په سپټمبر کې د اوږدې مودې وروسته د افغانانو ترمنځ خبرو اترو د پیل لامل شو، د می تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په پام کې لری.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې “په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ترلاسه کولو لپاره ګډې هڅې به ښی پایلې ولري.”
ډاکټر قحطاني د راولپنډۍ په ښار کې د ملي اردو د ځواکونو له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره هم وکتل.
په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو ګډو موضوعاتو، سیمه ایز امنیتی حالت، په بیلابیلو برخو کې همکارۍ او په افغانستان کې د سولی پروسې اسانتیا په اړه خبرې وشوې.
قطر د طالبانو-متحده ایالاتو د خبرو اترو او د بین الافغانی مزاکراتو کوربه توب کی مهم رول لوبولی. د طالبانو سیاسي دفتر هم په دوحه کې موقعیت لري.