امریکایی او اروپایی ځانګړو استازو د افغانستان د راتلونکي په اړه د سولې د خبرو اترو سمدستي بیا پیل غوښتنه کړې۔
د متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې، ناټو او نورو اروپایي هیوادونو استازو د جمعې په ورځ د جرمني په پلازمینه برلین کې د دوی له غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې دغه غوښتنه خپره کړه۔
په داسې حال کې چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پر فوري بیا پیل باندې ټینګار وشو، دوی له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د طالبانو پراخه بریدونه وغندل۔
دوی وویل چې دا بحثونه باید “د واک شریکولو په اړه د جوړجاړي دریځ لاسته راوړي چې د یو مشخص او مشروع حکومت لامل کیدی شي”۔
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، برخه اخیستونکو وویل چې د سرتیرو د وتلو لړئ باید طالبان د عذر په توګه ونه ګڼی چې د سولې پروسه وځنډوي۔
همداراز، بیان په افغانستان کې دزیاد تشدد غندنه وکړه او طالبان په پراخه کچه د بریدونو نوې څپې لپاره مسؤل بولي۔
ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پسرلي نا اعلان شوي بریدونه بند کړي. “پدې موده کې زموږ پر عسکرو د طالبانو بریدونه به له کلک غبرګون سره مخ شي”۔