هغه افغان کډوال چې پاکستان کی اوسیږې او د پی او ار (POR) کارتونه لري، نوي سمارټ کارتونه به ترلاسه کړي.
د افغان مهاجرینو لوی کمشنري او د ملي ډیټابیس او راجسټریشن اداره یا نادره په سمارټ کارتونو او تنظیم کولو یی کار کوي.
د نیوز نړیوالی اداری راپور ورکړ چې ادارو د اپریل له ۱ تاریخ څخه د اسنادو نوي کولو او معلوماتو تصدیق کولو تمرین په لاره اچولو کې د (UNHCR) لخوا ملاتړ درلود.
د شپږ میاشتو په جریان کې به نادرا د راجسټر شوو افغان کډوالو مکمل معلومات تایید کړي کوم چی د کال ۲۰۱۵ د سمبر ۳۱ تاریخ د پای نیټې کارتونه ولري.
دا نوښت د افغان مهاجرینو لپاره د حل د ستراتیژۍ لپاره د ملاتړ په چوکاټ کې ترسره کیږي. له دی سره، د دی پروسی مقصد د نوي ملګرتیا وده او د بشردوستانه او پرمختیایی پانګوونو تر منځ قوي سټراټیژیکي اړیکې جوړول دی.
د تایید پروسه به د افغان مهاجرینو مهارتونه، د زده کړې کچه، ټولنیز-اقتصادي وضعیت او عاید سرچینې ثبت کړي.
همدارنګه، دا پروسه به په پاکستان کې په مختلیفو سیمو کې د افغان مهاجرینو روغتیا، زده کړې او د معیشت ښه ملاتړ ته لاره هواره کړي.