د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکارانو ټلیفوني خبرو وروسته، افغان چارواکو ترمنځ دا هیله څرګنده شوې چې د واشنګټن سره د کابل اړیکې به پیاوړې او د بایډن له ادارې څخه به د سولې پروسې په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.

افغان چارواکو وویل: “د متحده ایالاتو پخوانۍ ادارې له افغان حکومت سره د سولې پروسې په اړه منظم معلومات ندي شریک کړي”.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل: “پخوا د متحده ایالاتو د ملي امنیت بنسټونو له موږ سره قوي اړیکې نه درلودې، خو اوس موږ فکر کوو چې د واړو حکومتونو او نهادونو اړیکې به ښې شي.”

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د جمعې په ورځ له حمدالله محب سره د متحده ایالاتو او افغانستان د همکاریو او افغان سولې په هکله  خبری وکړی- د امریکا ملي امنیت شورا د یوې اعلامیې مطابق.

د امریکا دریځ

سلیوان ټینګار وکړ چې امریکا به د یوې قوي او سیمه ییزې ډیپلوماتیکې هڅې سره د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او هدف به یې د دواړه خواوو د دوامدار او عادلانه سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ترلاسه کول وی.

سلیوان د امریکا متحده ایالاتو اراده هم روښانه کړه چې دوی به د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د متحده ایالاتو-طالبانو هوکړه لیک بیاکتنه کوی، پدې کې دا هم شامل دی چې ایا طالبان په افغانستان کې تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلو تعهداتو ته ژمن دي که نه.

د چارواکو نظرونه:

“دوی (طالبان) تاوتریخوالی ته دوام ورکوي. دوی سولې ته ژمنتیا نه لري او له نړیوالو ترهګرو سره یی خپلې اړیکې ساتلي دي- محب “

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د متحده ایالاتو-طالبانو په تړون کې چی تیر کال په فبروري کې لاسلیک شوی بدلون نه راځی.

په کابل کې د طالبانو د رژیم پر مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری وویل: “د متحده ایالاتو او ناټو د ګټو پر وړاندې د طالب غورځنګ دریدل او له القاعده سره د طالبانو اړیکی پرې کول د امریکا او ناټو په ګټه دي”.

د افغانستان ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج په ورته وخت کې طالبان د سولې خبرو په ځنډ کیدو پړه بولي.

سراج وویل: “طالبان سولې سره هیڅ علاقه نلري او دوی تل هڅه کوي عذرونه وکړی او وخت ضایع کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې افغان مرکچی غړو او طالبانو د سولی خبرو اترو اجنډا په اړه په تیرو ۱۲ ورځو کې هیڅ غونډه نه ده کړې. افغان ډله طالبان په دې تورنوي چې د خبرو لپاره د اجندا نهایی کولو په غونډو کې ګډون نه کوي. طالبانو په دې اړه څه ندی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here