افغان پارلمان د پاکستانی الوتکی بیرته لېږو په اړه غبرګون وښود

په ولسي جرګه کې یو شمیر وکیلانو تیره اوونۍ د پاکستان د پارلمان  رییس الوتکې بیرته لیږو لپاره په حکومت انتقاد وکړ او دا یې د حکومت یوه قصدي کړنه وبلله او ویې ویل چې دا به خطرناکې پایلې ولري.
تمه کېده چې د پاکستان پارلمان رییس اسد قیصر به د اپریل په اتمه کابل ته سفر وکړي، خو الوتکه یی پر حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې د کیناستو نه څو دقیقې مخکې په هوایي ډګر کې د ناچاوده توکو د شک په بنیاد له هغه ځایه واپس شوه.
د ولسي جرګې غړي قاضي نذیر احمد حنفي وویل: “د ولسمشر پریکړې د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړې. دا په حقیقت کې ملي خیانت دی.”
“دا ډول پیښې د افغانستان لپاره بدې پایلې لري. موږ ټول پوهیږو چې پاکستان د افغانستان په مسلو کې مثبت او منفي رول لوبولی شي.”
بل پارلماني غړي وویل: “په تیرو ۲۰ کلونو کې د کوچني امنیتي ګواښونو له امله د هیڅ بهرني چارواکي سفر نه دی لغوه شوی، او دا یې یوه هڅه وبلله چی د پاکستانی پلاوي کابل ته د سفر مخه ونیسي.”
الله ګل مجاهد وایی: “له بده مرغه، ځینې خلک له متحده ایالاتو راغلي دي او د میلمه پالنې یا عزت په اړه هیڅ نه پوهیږي. دوی هلته په هوټلونو کې کار کړی او نن د دې هیواد ولسمشر یا د ملي امنیت شورا رییس په چوکئ ناست دی.”
خو یو شمیر نورو وکیلانو وویل چې دغه سفر دومره مهم نه وه او د لغوه کیدو لامل یی د تخنیکي ستونزو له امله وه.
د پکتيکا د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي: “څلوېښت کاله کيږي چې پاکستان موږ وژني. څلوېښت کاله کيږي چې پاکستان زموږ اقتصاد ته زيان رسوي.”
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی ګل احمد کمین وویل: “څوک د پاکستان د پارلمان رییس او د هغه د پلاوي سفر څخه خبر وه؟”

میر رحمان رحمانی غبرګون

د پارلمان رییس میر رحمان رحماني وویل: “د پاکستان پارلمان رییس “د افغانانو دښمن نه دی” او هغه په ​​رسمي ډول کابل ته راغوښتی شوی وه. د هغه سفر د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پیاوړتیا وه.”
هغه وویل هغه څوک چې د افغانستان “واقعي دښمنان” دي ولسمشرۍ ماڼی کی ورته استقبال کیږي.
رحمانی وویل: “د پاکستان پارلمان زموږ دښمن ندی. هغه څوک چې له افغانستان سره دښمني کوي، که د دوی الوتکه راشي دوی به ولسمشرۍ ماڼی ته ځی او استقبال به یی کیږې.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here