Sergy Lavrov Moscow Summit

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په مسکو کې د پنجشنبې د ورځې مهمه غونډه په رسمي ډول پرانسته چې د سولې د بهیر ګړندي کولو لپاره د بهرنۍ ټولنې لخوا په ګډو هڅو جوړه شوی وه او د افغانستان د جمهوري ریاست، طالب استازو او نورو مهمو شریکانو پکی ګډون کړی وه.
لاوروف د غونډې د پرانیستې پرمهال وویل چې په افغانستان کې ناامني د داعش په ګډون د افراطي ډلو زیاتوالي لامل کیږي.
هغه وویل چې دا به سیمه ګواښوي او ترهګري به زیاته کړي او په بدل کې یې له متحده ایالاتو او طالبانو څخه وغوښتل چې د دوحې د تړون پر ژمنو کومی چی د تیر کال په فبروري کې لاسلیک شوي- ژمن پاتې شي.
لاوروف وویل چې د دوحې پروسې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره مثبته نتیجه نه ده ورکړې خو روسیه د مسکو له ناسته څخه د پرمختګ تمه لري. هغه وویل: “په عین حال کې، موږ وینو چې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.”
لاوروف وویل چې روسیه په ځانګړي توګه د دې حقیقت په اړه اندیښنه لري چې په دوديز ډول په افغانستان کې د پسرلي او دوبي په اوږدو کې شخړې ګړندۍ کیږي. “موږ وینو چې د جګړې دواړه خواوې د ملکي وګړو ژوند په خطر کې اچوي.”
په دې ناسته کې د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم شتون درلود چا چې وویل: “د دوحې خبرې اوس مهال یوې خوا ته اړول شوې دي.”
د پاکستان، چین، ایران، ترکیې او قطر استازي هم پدې غونډه کې برخه درلوده، پداسې حال کې چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د افغانستان د جمهوري ریاست د ۱۲ کسيزې ډلې مشري کوله.
پدې ټیم کې یوازې یوه میرمنه، حبیبه سرابي شامله وه.
د پنجشنبې په ماسپښین په یوه ټویټ کې، د جمهوري ریاست استازی نادر نادري وویل چې هغه تمه لري “د خبرو په میز کې د ښځو برابر شمیر باید نورم شي.”
پداسې حال کې چې افغانستان پلاوي کی یوه ښځه موجوده ده او طالبان د ښځینه استازیتوب څخه بې برخې وه.
د مسکو ناسته یوه له هغه دوو ناستو څخه ده چې په راتلونکو څو اونیو کې ټاکل شوې وی، بله ناسته په راتلونکې میاشت کی په ترکیه کی پلان شوې. په داسی حال کی چی د متحده ایالاتو لخوا فشار راوړل شوی ترڅو دواړه جنګي اړخونه د ۲۰ کلن جنګ لپاره سیاسي حل ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here