د ملي پخلاینې عالي شورا د یکشنبې په ورځ وویل چې شورا د ترکیه په راتلونکې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د متحد سولې وړاندیز په طرحه باندې بحث وکړ.
د ملي پخلاینې ویاند فریدون خوازون پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر دې دمه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د شورا د رهبري کمیټې غړو د سولې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
هغه وویل چې شورا نن د یوې غونډې په جریان کې د سولې په اړه د سیاسي ګوندونو، شورا غړو او عامو خلکو نظریات او وړاندیزونه راغونډولو او شاملولو باندې بحث وکړ.
هغه زیاته کړه چې د نن ورځې غونډې د وړاندیزونو د انسجام مسوده وڅیړله او تر سو چی د ټولو اړخونو نظرونه سره متحد شوی نه وی، بحثونه به دوام ولري.
خوزون وویل چې حکومت به د ترکیه په ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه د یو متحد سولې پلان سره ګډون وکړي.
اوربند، د جګړې بشپړ پای، د بشري حقونو او وګړو ارزښتونو ساتنه او په حکومت کې د واک او سیاسي جوړښت کې عادلانه ملګرتیا د دې پلان اصلي موضوعګانې دي.
هغه هیله وښوده چې ملي پخلاینې شوا به وکولی شي د مختلف سیاسي ګوندونو او شخصیتونو نظرونه او پلانونو کی یووالي پیدا کړي.
د کانفرانس نیټہ
تمه کیږي چې د افغانستان شخړې ته د حل لارې موندلو په اړه د ترکیه ناسته په اپریل کې جوړه شي. د کانفرانس نیټه لا نه ده اعلان شوې، خو ځینې راپورونه د نوم نه ښودلو سرچینو په حواله لیکي چې متحده ایالاتو، ترکیه او ملګرو ملتونو د کنفرانس لپاره د اپریل په ۱۶ مه موافقه کړې.
لیکن، د ملي پخلایني شورا وویل چې د اپریل په ۱۶مه د پلان په مسوده کې د کنفرانس نیټې په توګه یادونه شوی وه، مګر دا حتمي نه وه ځکه چې طالبان او په دې مسله کې ښکیل هیوادونو تر دې دمه دغه نیټه نده تصویب کړې.
هغه وویل چې د کنفرانس لپاره ټاکل شوې نیټه به اعلان شي کله چې ټولې خواوې موافقې ته ورسیږي.