فغانستان د سه شنبې په ورځ د کرونا ویروس واکسین کمپاین پیل کړ چې په پیل کې یې امنیتي ځواکونو، روغتیایی کارمندانو او ژورنالیستانو ته تشخیص کړل.
د روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح ولسمشرۍ ماڼی کې په یوه مراسمو کې وویل چې دغه واکسین به ۲۵۰،۰۰۰ خلکو ته ورکړل شي چې ډیری یې د امنیت، روغتیا، تعلیم او رسنیو سکتورونه دي.
دغه کمپاین په هیواد کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په لړ کې په لاره اچول شوی، که څه هم وسله والو طالبانو د واکسینو ملاتړ کړی.
مجروح وویل: “نن ورځ د افغانستان لپاره نیکمرغه ورځ ده، ځکه چې موږ د واکسین لومړی کمپاین پیل کړ خو دا به یوه ننګونه وي چې پلان ټول هیواد ته واړوو.”
چارواکو ویلي چې د کواکس نړیواله برنامه، چې د مخ په ودې هیوادونو لپاره د کرونا واکسینو ته لاسرسی برابروی، د هیواد %۲۰ نفوس لپاره واکسین چمتو کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني، چې د لومړي واکسین استعمال شاهد وه، وویل چې دغه ناروغي لاهم د هیواد لپاره یوه جدي ستونزه ده او په روغتیایی کارکونکو یې غږ وکړ چې خلک په مناسب او شفاف ډول واکسین کړي.
هغه زیاته کړه چې هڅې روانې دي ترڅو په دوهم پړاو کې د هیواد ۴۰ سلنه برخه تر پوښښ لاندې راشي.
تر دې دمه په افغانستان کی د کرونا ویروس ۵۵،۶۴۶ قضیې ثبت شوی او د مړینو شمیر یی ۲،۴۳۵ کسان دی.