د پاکستان ملي شورا رییس اسد قیصر په افغانستان کې روانی شخړې د سیاسي حل لپاره د پاکستان د ملاتړ اطمنان ورکړ.
د مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود سره په لیدنه کې اسد قیصر هیله څرګنده کړه: “د سولې پروسه به په افغانستان او سیمه کې د سولې او هوساینې دور راوګرځوي.”
ولی مسعود او پلاوی یی د چهارشنبی په ماښام اسلام اباد کی اسد قېصر سره ولیدل.
دا لیدنه د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده چې د افغانستان سیاسي مشرانو سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه مفاهمت پیدا کړي.
په دغه لیدنه کې دوه اړخیزی اړیکی، د سیمې سیاسي وضعیت او د دوه اړخیزو ګټو مسلې تر بحث لاندې نیول شوې وی.
قیصر د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره د پاکستان هیله سرګنده کړه. هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د ټول شموله، پراخ بنسټه او سیاسي سولې ملاتړ کوي.
هغه له افغاني خواو څخه وغوښتل چې له اوسني فرصت څخه ګټه پورته کړي او په هیواد کې د لسیزو جګړو پای ته رسولو لپاره په رغنده توګه ونډه واخلي.
په داسې حال کې چې د افغانستان خلک په خپل هیواد کې د سولې لپاره لیوالتیا لري، اسد قیصر ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه هیڅ ډول نظامي حل نلری.
هغه زیاته کړه چې په ملي شورا کې د پاکستان-افغانستان د پارلماني ملګرتیا ډلې د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ پیاوړتیا په لاره کې د خنډونو لرې کولو په وړاندیزونو بحث کړی.
پاکستان ډیورنډ لاین د کرونا په جریان کې د دوی افغان ورونو لپاره د دوه اړخیز او ترانزیت سوداګرۍ لپاره پرانستلی وه.
هغه هیله وښوده چې افغانان به د پاکستان حکومت لخوا د سیاحینو، زده کونکو او په ځانګړي ډول ناروغانو لپاره د ویزې له اسانتیاو څخه ګټه واخلي.
قېصر وویل: “افغانستان د موقعیت له اړخه کولی شی مرکزي آسیا ته د دروازې کردار ولوبوی او خپلو خلکو ته د پاکستان-چین اقتصادی راهداری (CPEC) ګټې راوړي.
هغه وویل د سرحدي بازارونو جوړیدل به د ډیورنډ لاین دواړو غاړو اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي.
ولي مسعود وویل چې افغانانو په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه کړی او د لسیزو لپاره یې د افغان کډوالو کوربه توب ته ارزښت ورکړ.
هغه ومنله چې د تل پاتې ثبات او په افغانستان کې د شخړې پای ته رسولو لپاره د سولې په پروسه کې د ټولو خواو ګډون اړین دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here