د اروپايي اتحادیې- افغانستان د بشري حقونو، ښې حکومتولۍ، او مهاجرت په اړه دریمه ناسته د چهارشنبه په ورځ ترسره شوه او دواړه خواو موافقه وکړه چې د بشري حقونو د ساتنې او ښې حکومتولۍ لپاره به په ګډه کار وکړي.
افغانستان او اروپايي اتحادیې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، “اروپایی اتحادیه او افغانستان د ملګرتیا او پراختیا لپاره د دوی دوه اړخیزو همکاریو تړون (CAPD) لاسلیک سره ژمنې یوځل بیا تایید کړی، چې د (CAPD) د اساسي عنصرونو په توګه به د ډیموکراټیکو اصولو، انسانی حقوق او قانون حاکمیت اصولو درناوی کوی.
د دواړو خواو اړین اقدامات (sub title)
د راپورونو له مخې دواړو خواو د افغانستان د روانې سولی پروسې په چوکاټ کې د بشري حقونو او اساسي ازادۍ په اړه خبرې کړې او د دې په غندلو سره یې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.
اروپايي اتحادیې په افغانستان غږ وکړ چې د رسنیو کارمندانو او د مدني ټولنې فعالینو لپاره امنیت چمتو کړي چې د هدفي وژنو قرباني دي او د عاملینو محاکمه کولو لپاره بشپړ تحقیقات وکړي او د ګامونو پورته کولو په اړه دی افغانان خبر وساتي.
اروپايي اتحادیې د بشري حقونو درناوی او د دې هڅول اړین وبلل ترڅو په هر ډول جنګ کې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
د ملکي وګړو، روغتیا او زده کړو تاسیسات او همدارنګه د بشردوستانه کارکوونکو ساتنه، سولې ته انتظار نشی کولی. دواړو ټینګار وکړ چې یوازې د ژر تر ژره تاوتریخوالي بندیدل به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي جوړجاړي لپاره د طالبانو پر ریښتینولۍ باور بحال کړي.
د اروپايي اتحادیې مطبوعاتي اعلامیی زیاته کړه، “اروپایی اتحادیه او افغانستان د سولې په خبرو کې د شمولیت د ډیروالی په ارزښت موافقه وکړه، په ځانګړي توګه د ښځو، ځوانانو، داخلي بې ځایه شویو کسانو، مهاجرینو او د جګړې قربانیانو برخه اخیستل اړین وګڼل شول ترڅو د ټولو افغانانو لخوا د پروسې مالکیت تامین شي”.
اروپايي اتحادیې د ازادو، عادلانه، شفافو او ټول شموله ټاکنو پروسو باندې هم ټینګار وکړ.
د بیان په وینا، “دواړو لورو د افغانستان د حکومت لخوا د ترسره شوي اقداماتو په اړه خبرې وکړې او د اداري فساد پروړاندې د پالیسۍ او اداري اصلاحاتو په برخه کې د دوی د ګډې همغږۍ ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا موضوع به د دوی دوه اړخیزه اجندا کې اړینه وساتل شی”.
افغان سولی پروسه (sub title)
اروپايي اتحادیې د افغانستان سولې او لسیزو لاسته راوړنو ساتلو لپاره خپل ملاتړ وښودو ځکه چې په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ موافقې وروسته په هیواد کې تاوتریخوالي راپورته شوی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د چهارشنبه په ورځ وویل چې له طالبانو سره د سولې د جدي خبرو لپاره لاره هواره شوې ده.
د چهارشنبه په ورځ د افغانستان د پارلمان له غړو سره په کتنه کې ولسمشر غني وویل چې د ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو پریکړه به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
د افغانستان پارلمان سره په یوه ناسته کې ولسمشر غني وویل چې د خارجی ځواکونو په اړه د ناټو اقدام به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
ولسمشر غنی وویل: “د ناتو پرېکړه لوی پیغام لری.”