د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د چهارشنبه په ورځ په رسمي سفر مسکو ته روان شو. د دی سفر دعوت هغی ته د خپل روسي سیال لخوا ورکړل شوی وه.
د بهرنیو چارو وزارت وویل چې اتمر به د خپل درې ورځني سفر په جریان کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او نورو چارواکو سره د سیمه ییز ثبات په ګډون د مشترکو ګټو په مسلو خبرې وکړي.
دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، د افغانستان د سولې له پروسې سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او په سیمه کې د تروریزم او تنظیم شوي جرمونو په وړاندې مبارزه کې د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې وکړي.
د دې میاشتې په سر کې، په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې حنیف اتمر به له روسي چارواکو سره د سوداګرۍ همکاری باندې هم ټینګار وکړي.
زاخارووا په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې د جګړې سوله ایز حل او د تروریزم او مخدره توکو د قاچاق د ګواښونو سره د مبارزې په اړتیا به هم خبرې اترې کیږي.
هغې زیاته کړه چې روسیه په افغانستان کې د ملي پخلاینې او په دغه هیواد کې د اوږدې مودې وسله والې جګړې د بندیدو ملاتړ کوي.
روسیه د افغانستان په ثبات او روانی جګړی ته یو سولییز حل راوړو کی اړین رول لری. د بهرنیو چارو وزیر دا سفر به د روسیه لازم ملاتړ د افغان سولی پروسی لپاره تر لاسه کری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here